قندانۍ/Qndani

قندانۍ/Qndani ادبي او فکري خپرونه

د ځوان حبیبي او استاد مستغني مکاتبهمطیع الله روهیالعلامه حبیبي اوولس کلن وو (۱۳۰۶ش) چي د خپلي زمانې مشهور شاعر ملا عبدال...
12/01/2026

د ځوان حبیبي او استاد مستغني مکاتبه
مطیع الله روهیال

علامه حبیبي اوولس کلن وو (۱۳۰۶ش) چي د خپلي زمانې مشهور شاعر ملا عبدالعلي مستغني ته ئې یو لیک وکیښ. په لیک کي ئې له هغه مرحوم څخه ځيني غزلي او معرفت غوښتی وو. دا مهال علامه حبیبي له خپل نامه سره حبیبي تخلص نه لیکه، بلکي د عبدالحي په نامه ئې په طلوع افغان کي شعرونه چاپېدل.

ما ته د مرحوم حبیبي لیک په لاس نه دئ راغلی خو د هغه جواب چي د ملا عبدالعلي مستغني د ډېر خواږه او لوړ فارسي نثر نمونه ده، څو ورځي مخکي په لاس راغلی. د جوابیه لیک له محتوا څخه داسي معلومېږي چي د ځوان حبیبي لیک عالي وو چي مستغني غوندي شاعر ئې په جوابولو او د ځوان عبدالحي ستایني ته مجبور کړی دئ.
ملا عبدالعلي مستغني خپل لیک په دې جملو سره شروع کړی دئ:

«مردم دیده، محب نادیدۀ عبدالعلی عبدالحی را از «حی لایموت» بحیات خضر مقرون خواهانم! بعد: نامه عشرت علامه ات که تازه بهاری بود با صفحه رنګین ګلزاری در محیط ناآشنایی به نوزدهم ماه حوت ۱۳۰۶ش بدست این غریق لجۀ حسرت آشنا و ذوق بندقبا کشودن و دیدن آن ګلشن از خویشم بیګانه نموده، ګلدسته صد رنګ تمنا ګردید، دیدن آن ګلزارم چون بوی بهار بشور سودا افزود.»

له پورته جملو څخه که له یوې خوا د مرحوم مستغني د لوی والي او شفقت څرګونه لګېږي له بلي خوا د ورغلي لیک د محتوا ښه والی او اغېز هم ځني معلومېدای سي چي د فارسي لوی شاعر مستغني ئې په صفت ګویان کړی دئ. مرحوم مستغني د لیک په یوه برخه کي ورته لیکي:

«لنګر الفاظ متین کوه تمکینش زورق تباهی در آغوش حواسم را که سرګشتۀ پیچش ګرداب حیرت بود قرار و آرام و تسکین بخشید، و حلاوت مضامین شکرین دلچسپش کام جانرا شیرین نمود، سلاست جملات روانش آب حیاترا از جریان میماند، و عذوبت فقرات بیانش نباترا از خجالت آب میسازد.»

زه داسي فکر کوم چي د مرحوم مستغني پر اروا به اورېدله چي د دې لیک لیکوال (ځوان حبیبي) به د دې وطن او ژبو (پښتو/ فارسي) لوی خادم او څېړونکی کېږي.
مستغني مرحوم په خپل جوابیه لیک کي د خپل ژوند حالات او د شعر او شاعرۍ په باب خپل عالي نظریات ورته بیان کړي دي او په منځ منځ کي ئې ځیني نوي غزلي د کلام د نمونې په ډول ورسره مل کړي دي.
د لیک په آخر کي ئې هغه غزله هم ورسره راوړې ده چي د خپل حال او ځوان حبیبي په باب ئې ویلې ده. هغه غزل په دې ډول ده:

احوال خود برای تو کردم روان همه
کردم عیان به پیش تو راز نهان همه
این نظم و نثر بهر تو ګفتم بیکدو روز
ګفتن که میتوان شود از خود زبان همه
این لعل و ګوهری که فرستاده ام بتو
نبود، اګر سراغ کنی بحر و کان همه
زین نغزتر سخن نبود حد هیچکس
اینک کنند اهل زبان امتحان همه
زین نظم و نثر سنبل و ګل نیست خوبتر
دیدند بوستان همه و ګلستان همه
نظم چنین که دیده و نثر چنین که دید
شیرین و نغز و دلکش و عذب و روان همه
آب حیاتم از قلم نطق میچکد
ماند بروزګار بلی جاودان همه
عبدالحی از برای تو از حی لایموت
خواهم حیات و فخر و شرف عز و شان همه
مستغنی از محیط ګهر خیز طبع خویش
لعل و ګهر برای تو کردار مغان همه

۲۲ جدي ۱۴۰۴ش

افغانانو کې د ټولنيز اخلاقي مسؤليت نشتوناحمدګل رياند ټولنيز اخلاقي مسؤليت احساس د يوې متمدنې او بااحساسه ټولنې نښه ده. پ...
14/12/2025

افغانانو کې د ټولنيز اخلاقي مسؤليت نشتون
احمدګل ريان

د ټولنيز اخلاقي مسؤليت احساس د يوې متمدنې او بااحساسه ټولنې نښه ده. په کومه ټولنه کې چې د ذمه دارۍ احساس وي، ژوند پکې ډير هوسا او له خوښيو ډک وي او که په کومه ټولنه کې د دې مسؤليت قحط موجود وي نو د ژوند هره برخه کې يو ډول عذاب او تنګسيا محسوسيږي او له ژونده هغسې خوند نه شو اخيستلای، څنګه چې په اسلامي ارشاداتو کې د اخلاقي مسؤليت د پر ځای کولو پايله او نتېجه ښودل شوی دی.

په تأسف سره به ووايو چې زموږ ټولنه کې د ټولنيز اخلاقي مسؤليت نشتون احساسيږي، بلکې غوڅ اکثريت داسې دی چې حتی د دې مسؤليت په اړه هيڅ نه پوهيږي او آن تعريف يې نه ورته معلوميږي، د ټولنيز مسؤليت احساس او بيا عمل پرې کول خورا لرې خبره ده، بلکې بده لا دا چې د دې مسؤليت خلاف کارونه ځينو ته ښه عمل ښکاري او په انجامولو يې لاس پورې کوي.

هسې خو په دې اړه ډير څه تر سترګو کيږي، تازه دا موضوع ترې يوې واقعې راياده شوه. د دې موضوع له ليکلو تقريبا يوه هفته وړاندې د کابل په احمدشاه بابا مينه/ارزان قيمت کې يو باردار موټر د سرک پر سر خاورې او تيږې توی کړې وې، بيا مې يوه ورځ د بګراميو ولسوالۍ دروازې ته مخامخ سرک باندې دغسې شګې او کرش شوې تيږې وليدلې، بله ورځ د همدې ولسوالۍ د دروازې مغرب لور ته د لوی سرک پر سر بيخي ډېرې تيږې پرتې وې. دا عمل قصدي معلوميده، چې هر چا کړی، بد يې کړي و، خو هيڅوک نه و چې دا شګې او تيږې له سرک يوې څنډې ته کړي او تر نن ورځې پورې د سرک پر سر پرتې دي.

د خلکو دې وضعيت ته چې ګورو، معلوميږي چې نه ماشومانو ته په کورونو او د کلي يا ښار مساجدو کې او نه هم په تعليمي ادارو کې د ټولنيز اخلاقي چلند په اړه زده کړه ورکول کيږي او د مربوطه ادارو له خوا هم په دې اړه د عامه پوهاوي کوم پروګرامونه نشته.

اصلا بايد دا حس له ماشومتوبه پيدا شي، خو دا چې پلارګنۍ هم د دې احساس له فقدان سره مخ دي، نو ماشومان به ضرور ټولنيز اخلاق او مسؤليت نه پېژني.

د دې لپاره ضروري ده چې په تعليمي او کليوالي/ښاري کچه تربيتي پروګرامونه ترتيب شي او هڅه وشي چې له هر عام وګړي يو ذمه دار او مسؤل کليوال/ښاري جوړ شي، زموږ نصاب کې ټولنيز يا اجتماعي علم شته، خو په هغه کچه نه دی څومره چې ورته ضرورت حس کيږي. د راديوګانو له لارې هم دې هدف ته په اسانه توګه رسيدای شو، اوس د هيواد په مرکز او ګڼو ولاياتو کې زياتې راديوګانې فعاليت لري، دوی بايد د اړوند امارتي مسؤلينو له خوا مجبور کړای شي چې ټولنيزو اخلاقو ته د نورو پروګرامونو په نسبت زياته توجه وکړي.

دا چې دلته شل کلونه جګړه تيره شوې، دا سبب شوې چې اوس مو ټول شل کلن او له دې معمر نسل تر بل هر څه په سياست ډير مصروف وي، آن اديبان، ليکوالان او شاعران مو هم له يوې مخې جهادي ترانې، نظمونه، په سياسي وچو کلکو موضوعاتو مقالې او... ليکي او يا په مجازي عشق او محبتونو کې غرق پرق دي.
د دې موضوع دې زاويه کې که لږ غرق او مشخص لاړ شو، ممکن يو څوک رانه ګيله وکړي، چې ولې موږ ته ګوته نيول شوې ده. په مجموع کې به يې ياده کړو چې واقعيت دا دی، چې په هره کچه يې ووايو، هيڅ فرد دې اړخ ته توجه نه ده کړې او ټولنيز اخلاق نسیا منسيا په هره کورنۍ، هره اداره، هر کلي او ښار کې پاتې دي.

په داسې حال کې چې بهترين عالم صلی الله عليه وسلم په دې اړه زيات ارشادات فرمايلي دي او له لارې د ازار رسوونکي څيز لرې کول يې صدقه ګڼلې ده. او زموږ د اسلافو رحمهم الله له خوا هم ډير اقوال، هدايات او د ټولنيزو اخلاقو او ټولنيز مسؤليت د احساس فوايد په ډير تفصيل سره بيان شوي دي.
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ((الإيمان بضع وسبعون - أو بضع وستون - شعبةً، فأفضلها قولُ لا إله إلا الله، وأدناها إماطة الأذى عن الطريق، والحياءُ شعبة من الإيمان))؛ متفق عليه.

له ابو هريرة رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي عليه السلام وفرمايل: ايمان اويا يا شپېته شعبې لري، افضل يې لا اله الا الله ويل دي او ادنی يې له لارې د ضرر او تکليف لرې کول دي او حيا د ايمان يوه برخه ده.

الله تعالی دې پرې د عمل کولو توفيق راکړي، آمين.

دمولانا ابوالوفاء افغاني لیک پوهاند رشاد ته !دا ليک مولانا صاحب د (۱۳۲۶- ۱۳۳۵ ل) کلونو تر منځ رشاد صاحب ته ليږلی دئ. په ...
06/12/2025

دمولانا ابوالوفاء افغاني لیک
پوهاند رشاد ته !
دا ليک مولانا صاحب د (۱۳۲۶- ۱۳۳۵ ل) کلونو تر منځ رشاد صاحب ته ليږلی دئ. په دغو کلونو کي رشاد صاحب په ډهلي او بمبئ کي د Afghan Fruit General Agency او پښتون کمپنی نماينده وو.
جلال کوچه ۹۳۲- حيدرآباد دکن (هند)
د قوم ښاغلی ځوان محترم رشاد له ربه بريالی غواړم!
ګلالی ښاسته ځوان
ننګيالی د کُل افغان
هغه څوک دئ رشاد خان
ربه تل دي وي ودان
هم دي تل وي په امان
له آفته د دوران
بحرمت د شاه شاهان
محمد نورالنبيان
بابا رشاده!
السلام عليکم ورحمۃ الله! ستاسي مکتوب مبارک چي په شېرينو اشعارو مشتمل وو٬ پرون راورسېدئ.
شکر چي روغ او جوړ له وطنه راغلاست. زه دا شل شپې کيږي چي ناجوړه پروت يم. تبه او ټوخی لرم. طاقت د جواب مي نه درلود٬ مګر د رب په نامه همت مي وکئ٬ کښېناستم٬ دا يو څو کرښي نوشته کوم.
هغه وخت چي تاسي په بمبئ کي واست. ما څو خطونه درلېږلي وو٬ نه يم خبر چي ولي نه دي در رسېدلي؟ يو خط مي ډهلي ته هم لېږلي وو٬ مګر له يوې خوا څخه جواب رانغئ. په اخر کي ستاسي د قندهار د تګ خط راورسېدئ. نو ما انتظار کاوه چي تاسي به له قندهار کله را واپس سئ دادئ چي تاسي الحمدالله په عافيت راغلاست٬ مګر د قندهار کيفيت مو هيچ نکئ نوشته. ما اورېدلي دي چي په قندهار کي سخت مرض وو٬ ډېر خلق مړه سوه. ښه ښه ملايان هم ولاړل. که په حاجي حبيب الله او حاجي عبدالرحيم او حاجي نظر جان حال لرې٬ نو به مي خبر کې. ولي چي زه د قندهار څخه تفصيلي خبر نلرم. دا به نوشته کې چي څه مرض وو او څوک شناخته کسان مړه سوه او اوس څه حال دئ؟ د موسم د کښت او غلې او مېوې څه حال دئ؟ ارزاني ده٬ که ګراني؟ آيا شراف الدين اخوندزاده ژوندي دئ؟ ملا عبدالغفور خروټی چي و مدينه منوره ته ئې هجرت کړی وو٬ اوس چيري دئ؟ زموږ له دکنه سيد ابراهيم جان آغا تللای وو٬ د تور صاحبزاده په کوڅه کي ئې کور دئ. که ئې پېژنې نو حال به ئې راته نوشته کې.
د‌افغانستان او پاکستان په مابين کي څه حال دئ؟ مشرقي پښتانه په حقیقت کي د پاکستان مخالف دي؟ يا دا پروپاګند دئ؟ ما تېر کال ټوله دا کوښښ وکئ٬ چي مصر ته روپی ورسي او تاسي مي هم واسطه کړئ. سره ستاسي د وعده تاسي هم هيره کړه او شپې دغسي تیري سوې. سږ کال به ان شاءالله تعالی مصارف د کتاب د چاپ ورسي ان شاءالله او عجبه نه ده٬ چي د کتاب په چاپېدو شروع هم وسي. ليکن زه اوس په سبب د مرض له کاره لويدلی يم. ګوره چي عاقبت څه سي؟ تاسي به په بمبئ کي تر څو ياست؟ او بيا به قندهار ته کله ځئ؟ تفصيل به راته نوشته کې.
دا به نوشته کې چي تاسي د درياب پر لار راغلاست٬ يا د ډهلي پر لار؟ د دریاب څه حال دئ؟ طغيان لري٬ ساکن دئ؟
والسلام ابوالوفاء
نوټ :
حاجي حبيب الله پوپلزی د کندهار مشهوره سوداګر وو او په چار سو کي ئې يو تجارتي سرای(مارکېټ) ودان کړی وو. اوس هم دغه سرای سته٬ د حاجي حبيب الله د سرای په نامه مشهوره دئ. حاجي حبيب الله ديني زده کړي وې او په سياست کي ئې هم دلچسپي درلوده.
حاجي عبدالرحيم د ښار لوی تاجر وو. په حاجي عبدالرحيم بالاکرزي سره هم مشهوره وو. يو تجارتي سرای (د حاجي عبدالرحيم سرای) ئې په چارسو کي اوس هم د دوی په نامه مشهوره دئ.
حاجي نظر جان اڅکزی هم د کندهار مشهوره تاجر او زميندار وو. په هرات بازار کي دوه سرایه د دوی په نامه دي٬ باغ پل ته نژدې ئې يو باغ هم ودان کړی وو٬ د (حاجي نظر جان) چي د دوی نامه ته منسوب وو.
شراف الدين اخندزاده د کندهار ښار له لويو علماوو څخه وو. د کندهار ښار د هرات بازار په جنوبي کلا فصيل کي ئې کور او مسجد وو. مسجد ئې اوس هم د شراف الدین اخندزاده د مسجد په نامه مشهوره دئ.
شيخ عبدالغفور خروټی(۱۲۸۴-۱۳۵۲ ل) د استاد احمد صمیم او حاجي عبدالظاهر جان څرک پلار دئ استاد محمد معصوم هوتک د شيخ صاحب ژوند او علمي شخصيت په اړه (اديب شيخ) په نامه يوه مستقله رساله ليکلې ده.
مطیع الله روهیال، کندهار مجله د ۱۳۹۶ کال پنځمه ګڼه

24/11/2025

د "الخنساء" پر څلوریزه څو کرښې
استاد حامد افغان
علامة جلال الدین السیوطي رحمه الله پخپل کتاب المزهر کې لیکي: د لغت امام الأصمعي رحمه الله خپلو شاګردانو ته وویل: د وتلې عربې شاعرې الخنساء* دا شعر څه معنا لري، چې هغې د خپل ورور "صخر" په مرثیه کې ویلی ده. یعني په ځانګړې توګه یې د لمر خاته او لمر لوېدا وختونه ولې یاد کړي دي؟

يُذَكِّرُني طُلوعُ الشَمسِ صَخراً
وَأَذكُرُهُ لِكُلِّ غُروبِ شَمسِ
د لمر خاته پر مهال صخر یادوم
د لمر لوېدا مهال یې هم یادوم

شاګردان یې چې له ځوابه عاجزه شول نو امام الأصمعي ورته وویل: ځکه سهار مهال د تاړاکونو او داړو وخت یي او ماښام مهال د مېلمه پالنې وخت یي! د عربو جاهلیت زمانه کې داړه ماري هم کمال او د غیرت خبره وه! لکه مېلمه پالنه. د الخنساء ورور صخر چې په داړه ماري او مېلمه پالنه دواړو کې تکړه و، نو له مرګ وروسته به ځکه خپلې خور ته په دې وختونو کې وریادیدی. المزهر في علوم اللغة للسیوطي 2/288.

د الخنساء د همدې څلوریزې دویم بند یې دا لاندې ده: هغه د خپل ورور صخر د غم په اړه وایي: که شاوخوا مې پر خپلو وروڼو ډېر ژړانده خلک نه وی، نو د غم د سختې له امله به مې ځان وژلی و.

وَلَولا كَثرَةُ الباكينَ حَولي
عَلى إِخوانِهِم لَقَتَلتُ نَفسي

په الخنساء د خپل ورور غم دومره سخت و چې نږدې وه ځان وژنه وکړي! خو د نورو غمژنو په لیدلو یې غم سپکیده او ځان وژنه یې نه کوله او دا طبیعي غوندې خبره ده. یوه کلیوال کیسه راته کوله ول کور کې مو چې برق ولاړ نو پلار راته وویل: هلکه ته ورشه کوڅه کې د خلکو برقونه وګوره چې سته که تللی؟ ما کوڅه کې وکتل، د خلکو برقونه نه و، پلار ته مې چې وویل هغه وخندل ول زویه راځه! پر ټولو غم غم نه ده.

دا خبره د قرانکریم یوه ایت کې هم روښانه شوې ده، الله تعالی ظالمانو ته فرمایي چې د جهنم عذابونو کې ستاسو اشتراک تاسو ته ګټه نه رسوي. وَلَن يَنفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ. (سورة الزخرف:39).

* د الخنساء رضي الله عنها په اړه ما پخوا یوه تفصیلي لیکنه کړې وه، هغه صحابیه او خورا مشهوره شاعره وه، روایت کې راغلي، رسول الله ﷺ به له هغې نه د شعر اورولو غوښتنه کوله او بیا بیا به یې ورته فرمایل او په لاس به یې اشاره ورته کوله، چې نور ووایه! اې خناس! الخنساء پخپله ځینې شعرونو کې د ځان لپاره "خنا

ګُمنام؛ د داسې  #ګُمنام ځوان داستان، چې د ښوونځي کتابونه یې د نسیم حجازي په ناولونو بدل کړل، د استراحت او ناز ژوند یې تر...
21/09/2025

ګُمنام؛
د داسې #ګُمنام ځوان داستان، چې د ښوونځي کتابونه یې د نسیم حجازي په ناولونو بدل کړل، د استراحت او ناز ژوند یې تر چریکي سرګردانیو قربان کړ او د کورنۍ د یوازیني نارینه اولاد په حیث یې خپله ځوانې د ښرنې په دښتو کې دفن کړه!
کابل؛ مستقبل کتاب پلورنځي کې فعلاً

ګُمنام؛ ډېر ژر ان شاءالله
20/09/2025

ګُمنام؛ ډېر ژر ان شاءالله

د برترۍ او کمترۍ احساسد.لطف الله خیرخواپه عام ډول د اوسنيو ستونزو په پايله کې انسان د ارزښتونو، معنا او ماديت انتخاب کې ...
16/09/2025

د برترۍ او کمترۍ احساس
د.لطف الله خیرخوا

په عام ډول د اوسنيو ستونزو په پايله کې انسان د ارزښتونو، معنا او ماديت انتخاب کې حيران دی. مسلمان انسان په کې له لاسونو او پښو تړل شوی دی، ځکه چې په نړۍ کې د ده د ذهنيت هېڅ ممثل نظام نه شته چې ارزښتونه، معنا او ماده هر يو پر خپل خپل ځای يا په ګډه متوازن وپالي. بناءً دی په عملي ژوند کې پر خپل ذهنيت د پاتې کېدو ستړې ګالي.

چا چې يوازې ارزښت او معنا انتخاب کړې، هغه اصلا په عملي ژوند کې څه نه غواړي. نه يې چا سره څه راکړه ورکړه شته. د ده ځای هغه دی چې بل څوک په کې نه وي. د ده په ذهنيت کې يوازې ملکوتي صفات د رياضت محور دی. دی د هغه متل مصداق دی چې ګنجی نه پر سر تار لري او نه چا سره کار لري. يا هغه د فارسي شعر دی چې د دوی د حال ژبه يې وايي:
که هيچ نداريم غمِ هيچ نداريم
دستار نداريم غمِ پيچ نداريم

که چا د ماديت انتخاب کړی، ميدان ورته خالي دی. مخ ته يې هېڅ خنډ نه شته. نن سبا نړۍوال نظم پر همدې ذهنيت برلاسی روان دی. د دې ذهنيت ثقافتي اساس ورته لېبرالېزم ايښی. انسان يې دومره منفرد کړی چې له بل هر فرد سره يې تړاو عاطفه، ګرانښت او اجتماعيت نه؛ بلکې ګټه او خوند دی. انفراديت دومره ژور دی چې ټولنه يې له افرادو جوړه ده، له انسانانو نه.

تر دې ځايه ما کومه ټولنه مشخصه نه کړه، خو د هر لوستونکي ذهن به «غربي ټولنه» د دې ذهنيت مرکز ګڼي، ځکه چې هر انسان په يو ډول د دې ذهنيت اغېز ځپلی او دا خبره پر همدې دليل کره هم ده چې د سترګو ليدلی حال دی. هر انسان ځکه ځپل شوی ګڼل کېږي چې «غربي ټولنې» پر ټولې نړۍ خپل سيوری خپور کړی او دغه ذهنيت ته يې يرغليز اغېز ورکړی. اوس پوښتنه دا ده چې دا سيوری ولې پر ټولې نړۍ خپور دی؟

د غرب د زړې او نوې استعماري تجربې د برترۍ لپاره په هند کې داسې يوه نسخه پيدا شوه چې تر عمره به د غرب د برلاسه کېدو دوا وي. هند له ۱۸۵۷ څخه تر ۱۹۴۷ ميلادي پورې مستقيما د انګرېزانو واک کې و. د انګرېزانو د مستقيم واک له پيلېدو سره، د انګرېزانو هندی او لوستی ملګری سر سيد احمد خان په تانده ځوانۍ کې و. ده د جهاد پر ځای د هند د ګټو د خونديتوب لپاره د انګرېزانو د اطاعت فکر مطرح کړ. ډېر خلک يې له جهاده را وګرځول. دا د موضوع يو اړخ دی. بل يې د انګرېزانو په ځانګړي ملاتړ په اروپايي طريقه تعليمي نظام جوړ کړ چې د عليګړ پوهنتون يې د تطبيق ځای و.

د سر سيد احمد خان تعليمي نظام ته ډېر تبليغات وشول چې تر اوسه په اسلامي نړۍ کې دا نسخه عملي ده. ده انګرېزانو ته مشوره ورکړه چې موږ به له ديني علومو سره د عصري علومو خبره کوو، خلک به د عصر د غوښتنې پر بنسټ دې نظام ته راځي، خو يوې خبرې ته پام په کار دی چې د عصري علومو په کتار کې به «ساينسي علوم» نه وي. دليل يې ورته دا ويلی چې د ساينسي علومو عقلي او ثقافتي اغېز نه شته. موږ به دلته له ساينسي علومو پرته نور بشري علوم وايو چې پر خلکو يې عقلي او ثقافتي اغېز وي. دا اغېز د خلکو نفسيات ځپي، له فارغېدو وروسته به دوی ستاسې حلقه به ګوش ملګري وي او د مسلمانانو په وطنونو کې به ستاسې استازي وي. بيا دې ته اړتيا نه شته چې تاسې د جګړو لپاره دومره لرې لرې راشئ.

مولانا ندوي صاحب ليکي چې يو کرت د هند ځينې ځوانان برتانيې ته د انجنېرۍ د زده کړو لپاره غوښتل شوي ول. کله چې سر سيد احمد خان خبر شو، دی هم ورپسې ورغی او انګرېزانو ته يې پر خپلو دلايلو قناعت ورکړ چې دا انجنېري به درته بله ورځ سر خوږ کړي. زموږ خلکو ته بايد هغه علوم وويل شي د استقلال او جګړې ذهنيت يې ووژني. قانون، اقتصاد، اروا پوهنه، ټولنپوهنه ...

د همدې دليل پر بنسټ مولانا ندوي رحمه الله په ۱۹۴۴ کې مسلمانانو ته درې مشورې ورکړي. لومړۍ مشوره دا وه چې مسلمانان بايد خپل تعليمي نظام جوړ کړي. که څومره هم کمزوری وي، په تدريج به پر مخ لاړ شي، خو نظام دې د مسلمانانو خپل وي. دوهم دا چې صنعت دې خپل وکړي. کمزوری دې وي، خو خپل دې وي. پر پرديو صنعتونو اتکاء د دوی د صنعتي قوت راز نه شي ساتلی. درېيم دا چې مسلمانان دې خپلې څېړنې وکړي. د غربيانو له عينکو دې مسايلو ته نه ويني. دا مهال د عثماني خلافت د نړېدو شل کاله شوي وو. له بده مرغه چې د ندوي صاحب دا مشورې تر ننه هېڅ اسلامي هېواد عملي نه کړې، نه يې کوم بحث پرې وکړ.

دا چې دا مشورې عملي نه شوې، دا هم دليل لري. دليل يې دا دی چې پر اسلامي نړۍ، ځينې غرب پلوه کورنۍ، لويديځپال اشخاص او جاه طلبه انسانان حاکمان شول. د دوی ګټه او بقاء په غربي تقليد کې وه. دا حکومتونه له هغو اسلامي خلافتونو وروسته تاسيس شول چې پر نړۍ يې حکومت کاوه. پر هر لحاظ له نړۍ مخکې او پرې لوړ ول. اسلامي نړۍ بايد نوره د تل لپاره محکومه وي او د تل لپاره د خپل تمدن او د ځان د برلاسۍ فکر ونه کړي. په اسلامي نړۍ کې به د مسلمانانو د محکومولو کار چا کاوه؟ دغه خلک ورته انتخاب شول، چې دا سل کاله يې مسلمانان جامد وساتل او په اسلامي هېوادونو کې يې د غرب جګړې د مسلمان په نوم وکړې. هر چا چې د استقلال فکر درلود، د خپلو حکومتونو لخوا وځپل شول. استعدادونه يې ضايع شول. قوت يې وشيندل شو او تر ننه دا لوبه روانه ده.

دا سل کاله موږ وينو چې هېڅ اسلامي هېواد په ژبه، علم، صنعت، ټکنالوژۍ، زراعت، اقتصاد، تجارت، جګړه، فن، اداره او د ژوند په طراز کې مستقل نه دی. دا لا څه چې په هېڅ برخه کې يې دا تقليد هم عالي نه دی. د نړۍ له لوړو لسو نيولې تر لوړو دوه سوو ګڼو پورې هېڅ اسلامي هېواد په هېڅ برخه کې نه شته.

بل لور ته غرب د اندلس په علومو په ډېر سريع ډول تغيير وکړ. د ژوند په هره برخه کې يې پرمختګ وکړ. خپل علوم او پرمختګونه يې د خپل تمدن او ثقافت عناصر معرفي کړل. نړۍ اوس د مصنوعي ځيرکۍ دور کې ده. د مصنوعي اقليمي بدلون دور کې ده. د ګونګي، فلج او ړانده د غږولو، فعاليت او نظر جوړولو دور کې ده. د ايلان ماسک د نيورالينک کمپنۍ داسې چېپ جوړ کړی چې د ګونګي، فلج او ړانده مغز سره وصل کېږي. د دوی په ذهن کې ګرځېدونکي مسايل به د چېپ په مټ د کمپيوټر پر سکرين بريښي. دوی ته به يې په اړه بېرته غبرګون هم رسېږي. او د اسلامي هېوادونو حکومتونه؟ دوی تر اوسه همدا فکر کوي چې خپل رعيت څنګه غافل وساتي؟ په واک کې څنګه خپله بقاء تضمين کړي؟؟؟

مخکې مو د مولانا ندوي صاحب يادونه وکړه چې ۸۱ کاله وروسته يې هم چا «ما ذا خسر العالم بانحطاط المسلمين» مطالعه نه کړ، عمل خو پر ځای پاتې دی. غرب ته د دوی دوو وروستيو فيلسوفانو دوه مشورې ورکړې. لومړی يې فرانسيس فوکوياما نومېږي. ده په ۱۹۹۲ کې «د تاريخ پای او وروستی انسان» کتاب وليکل. د کتاب موضوع پر دې څرخي چې غرب د انساني تاريخ د ارتقاء وروستی پړاو دی. انسان له دې مخکې نه شي تللی. انساني ټولنو ته چې غربي صنعت او غربي لبرالېزم کومه لوړتيا ورکړه، دا د غربي عقل د عروج څوکه ده. انسانيت له دې پورته څه نه شي کولی.

ورپسې سمويل هنګتنګتون په ۱۹۹۶ کې «د تمدنونو ټکر» کتاب وليکل. ده وويل چې نړۍ کې د ګوتو په شمار تمدنونه دي او غربي تمدن چې نړۍ ته کوم رُخ ورکړ دا بيخي ځانګړی دی. که غرب غواړي چې دا تمدن يې يکه‌‌تاز پاتې شي، نو جګړه دې د تمدن کچې ته لوړه کړي او هغه تمدنونه چې له غرب سره د ټکر بالقوه استعداد لري، هغه دې وځپي.

د فوکوياما له کتابه اته کاله وروسته او د هنګتنګتون له کتابه څلور کاله وروسته غرب د امريکا پر مشرۍ پر افغانستان يرغل وکړ. دا يرغل د غربي تمدن د برلاسي پاتې کېدو لپاره و. د يرغل دليل ظاهرا د ش..هيد اسامــ..ه - رحمه الله - شتون او ملاتړ وښودل شو، خو اوس د غربيانو پر خپل اعتراف څرګنده شوه، چې امريکا او غرب پر هر صورت پر افغانستان يرغل کاوه. دا د دوی د تمدن د ساتلو لار وه چې بايد د مسلمانانو پر ککريو تېره شي.

د امريکايي استخباراتو څېړنيز ژورنالېست ټيم وينر وايي: په کامب ډيوډ کې کولن پاول د جګړې ګډې کمېټې ته وويل چې لومړی بايد اسلامي امــ....ارت سره خبره وشي. که د اســ......امــ.ه (رحمه الله) د را سپارلو موافقه کوي، جګړې ته څه اړتيآ ده. بوش ورته وايي:

خبرې وکړئ، خو د افغانستان د نيولو پرېکړه نهايي ده. موږ به په هر صورت پر افغانستان يرغل کوو.

نتيجتاً اوس معلومېږي چې د غرب د برترۍ احساس څومره دی؟ مفکر يې پر کومو نفسياتو فکر کوي؟ او نظامونه يې پر کوم متانت تطبيقوي؟ د روسيې، چين او جاپان په شمول ټوله نړۍ د غرب تقليد کوي. هېڅ تمدن د مستقل فکر کولو ذهنيت او اړتيآ نه لري. نه يې د تقليد د بې کچې لوړتيا صورت کې څوک د مخنيوي تصور کوي، ځکه چې په نهايت کې بيا هم په ماديت کې سره شريک دي. يوازې مسلمانان د خپل تمدن د برلاسي کولو لپاره د ارزښتونو، معنا او مادې متوازنه پالنه کې مستقل دي او له دې اړخه بيخي غني تمدن لري، مګر په نړۍواله کچه يې د تطبيق ساحه نه شته.

اوس يې را سره تصور کړئ چې د غرب د برترۍ دغه احساس او زمينه سازۍ ته په کتو به د مسلمان انسان راتلونکی پر کوم احساس تضمينېږي؟

استاد رفیع؛ ژوندۍ اکاډمي!دادمحمد ناوک سړی چې یو څلور پنځه لسیزې وړاندې نړۍ، بیا خصوصاً افغانستان تصوروي؛ نو د نننیو هغه ...
11/09/2025

استاد رفیع؛ ژوندۍ اکاډمي!
دادمحمد ناوک

سړی چې یو څلور پنځه لسیزې وړاندې نړۍ، بیا خصوصاً افغانستان تصوروي؛ نو د نننیو هغه وسایلو چې اسانتیاوې تلقي کېږي پکې هیڅ څرک نه و؛ خو بیا هغه وخت کې داسې هستۍ وې چې ټول ژوند يې د خپل ولس ادبي هویت ساتنې، خدمت او واقعي ادبي او تحقیقي کار کولو ته ځانګړی کړی و.

استاد حبیب الله رفیع، چې د عمر يې اته لسیزې تېرېږي، داسې زرینه دوره تر شا پرېیښې چې هر منصف لوستونکی، د تحقیق او ادبي ساحې کارکوونکی پرې ویاړي. استاد رفیع چې وړمه ورځ يې اتیایمه کالیزه وه، د وردګو په ابدره کې د مولانا نصرالله نقشبند کره د ۱۳۶۴ه.ق د کوچني اختر په دویمه زېږېدلی دی. (اوسني لیکوال ۱۳۹۳ش:۴۹۳مخ)

استاد رفیع په خصوصي ډول زده کړې کړې، په یوولس کلنۍ کې يې شعر او لیکوالي پیل کړې او په پنځلس کلنۍ کې يې په لومړي ځل د هېواد د وخت په مطبوعاتو کې لیکنې خپرې شوې دي او یو کال وروسته يې د پوهنې وزارت له عرفان مجلې سره رسمي کار پیل او لیکوالۍ ته يې ګونډه ماته کړه.

استاد لیکي: «د ۱۳۳۴ کال خبره ده، زه د لسو کلونو وم، په کابل کې مې د خپل تره له زوی او مربي مرحوم مولوي عبدالحمید طیب سره ژوند کاوه، ده یوه وړه کوټه درلوده چې تقریباً دوه په دوه نیم مترو کې وه او دواړه ایله پکې ځایېدولو، ده د کابل په عربي دارالعلوم کې زده کړه کوله او ماته يې په دې وړه کوټه کې په شخصي توګه درس راکاوه، ده دا وخت د هېواد په ورځپاڼه، د زېري په جریده او د پیام حق په جریده کې (پیام حق لومړ د یوې اونیزې جریدې په توګه راوتلې وه چې بیا په میاشتنۍ مجله واوښته) ګډون کړی و چې هره ورځ به يې د هېواد ورځپاڼه او په اونۍ کې یو ځل زېری او پیام حق راوړل، دی به چې دارالعلوم ته ولاړ په ماپسې به يې ور بند کړ او زه به د ده د راتلو تر وخته په درس بوخت وم، کله به مې چې درس زده کړ، مشق به مې وکړ نو بیا به مې زېری، هېواد او پیام حق را واخیستل لوستل به مې او ځينې د خوښې شعرونه به مې ترې پخپله کتابچه کې لیکل.» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۲۰۵-۲۰۶مخونه)

استاد رفیع په «پوهنه» او «اریانا» مجلو کې «د پښتو منظوم ادب» تر عنوان لاندې د ولسي سندرو په راټولولو بوخت و، چې «په لسو کلونو کې (د خلکو سندرې) کتاب ترې جوړ او په ۱۳۴۹کال د تاریخ او ادب ټولنې له خوا خپور شو.» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۱مخ)

سره له دې چې دلته استاد خپل لومړنی کتابي چاپي فعالیت همدا ښيی، خو ښاغلی مطیع الله روهیال يې د اوسني لیکوال په لمن لیک کې د «د هوتکو نارې» اثر په ۱۳۴۶ل کې ښيی؛ له همدې وختونو پیل، چې اوس پرې څه باندې نیمه پېړۍ اوړي، استاد شعر او شاعرۍ، تحقیق، د قلمي نسخو د تدوین او تصحیح، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې د ادب او سرلارو په اړه يې لسګونه اثار خپاره کړي، چې ځينې يې دلته در یادوم:
1. د هوتکو نارې -۱۳۴۶ش
2. د خلکو سندرې-۱۳۴۹ش
3. د پښتو پخوانۍ تذکرې-۱۳۵۰ش
4. د تاریخ ټولنې کتابونه-۱۳۵۱ش
5. د جمهوریت وږمې/شعرونه-۱۳۵۲ش
6. ادبي ستوري/تذکره-دوه ټوکه-۱۳۵۳ش
7. پښتو پانګه/بیلوګرافي-دوه ټوکه-۱۳۵۴ش
8. تېریادونه-/شعرونه-۱۳۵۴ش
9. د روښان یاد/مقالې-۱۳۵۵ش
10. روښاني لیکنې-۱۳۵۵ش
11. د خواجه عبدالله انصاري مناجاتونه-۱۳۵۵ش
12. پښتو د پېړیو په پوړ کې-۱۳۵۵ش
13. فولکلور د علم مور-۱۳۵۵ش
14. اې هېواده اې هېواده-۱۳۵۶ش
15. پښتو خپرونې-۱۳۵۶ش
16. په افغانستان کې د ‌ژورنالیزم تاریخچه/ترجمه-۱۳۵۶ش
17. پښتو کتابښود-۱۳۵۶ش
18. معرفه الافغاني د پیرمحمد کاکړ- ۱۳۵۶ش
19. د رحمان بابا دېوان/تصحیح، مقابله، سریزه او لغتنامه- ۱۳۵۶ش
20. د سره غره ګلونه/د هېوادمل صاحب په ملتیا- ۱۳۵۷ش
21. څوب/شعرونه-۱۳۵۸ش
22. ملي مسائل-۱۳۵۸ش
23. د واصل روښاني الفنامې-۱۳۶۰ش
24. د پښتو نننی ادب-۱۳۶۰ش
25. ژبپالنه/لومړی ټوک – ۱۳۶۰ش
26. زرینې څانګې-۱۳۶۰ش
27. زنځیرۍ/خوشال خان-۱۳۶۱ش
28. شاه شاچاع او ببرک د تاریخ په تله کې – ۱۳۶۴ش
29. د وږمو نښې/د جه!اد ادبي کتابښود-۱۳۶۹ش

او نور چې شمېر يې «اوسني لیکوال» کې تر ۶۱ پورې رسېږي، چې وروستی هغه يې د پورته منبع په حواله «زندان خوړلي ادیبان/تذکره» ده چې په ۱۳۸۵ش کال خپره شوې، خو استاد له هغه وروسته هم ګڼ نور اثار خپاره کړي، چې «ملي زاویه» او په ۱۳۹۴ش کې «هغوی چې بیا نه راځي/تذکره» یادولی شو.

استاد رفیع په یوازې ځان او له نننیو امکاناتو پرته په سختو حالاتو کې داسې با کیفیته کار کړی دی، چې دقت، ستړیا او تعهد ته يې زموږ همزولی نسل حیرانېږي؛ نه اقتصادي ستونزو شاتګ ته اړ کړی، نه د هجرت د دیار ستړو او نه هم د وخت د حاکمانو ترینګلیتاوو؛ استاد زلمي هېوادمل چې د رفیع صاحب کلک انډیوال دی، یوه ورځ راته وویل؛ هغه وخت انرژي وه، اخلاص و او صداقت و، موږ چې د محمد هوتک رحمه الله قبر پیدا کاوه، سخت پسې سرګردان شو، ګرځېدلو هلته په غرو رغو کې په شپو ورځو، خلکو به مو عزت کاوه، ډوډۍ يې راکولې او موږ هیڅ ستړیا نه حسوله.

د ثور خونړۍ کودتا، چې ارزښتونه يې له سره تعریفول هر هغه څوک ورته دوښمن ښکارېده چې دیني او ملي ارزښتونو ته يې مازې تمایل لا درلود، استاد رفیع هغه لیکوال او قلموال چې خلقي تنګسیا يې مرۍ خپه کړې، په «زنداني خوړلي ادیبان/تذکره- ۱۳۸۵ش» کې را ټول کړي؛ خو دا چې پخپله استاد څنګه د دوی له خوني منګولو وژغورل شو د «هغوی چې بیا نه راځي» په سریزه کې لیکي:

«ما چې د غوايي له خونړۍ کودتا سره سم په پروان مېنه کې د کتاب خرڅولو یو دوکان پرانیستی و، هم هلته ولاړم او ټوله ورځ به پخپل دوکان کې ناست وم، یوه ورځ مې یو ملګری راغی ویل يې: ته دلته کرار ناست يې خو ستا دوکان تر ژورې څارنې لاندې دی، څوک چې راځي پوښتنه ترې کېږي او له تاسره يې د اړیکي پوښتي، ما هم دستې یو څوک موند ماویل : یوازې د کتابونو حساب راکړه نور د دوکان لګښت او هر څه دې در پاتې وي، هغه ومنله، په څو ورځو کې مې کتابونه ور تسلیم کړل او بیا مې د دوکان کلي هم ور وسپارله. یو مازیګر زه ورغلم دوکان قلف و، له وګانډي نلدوان سره د لرګي پر اوږدې څوکۍ کېناستم، خبرې مو کولې چې په دې کې یو شیک ځوان راغی، سپینه درېشې يې اغوستې وه، د کتاب پلورنځي مخې ته ودرید او ويې ویل: دا دوکان څه وخت خلاصېږي؟

ما ورته وویل هروخت يې چې د څښتن خوښه وي! ویل يې : زه څو ځلې راغلی یم خو دوکان بد وي! ماویل: کوم کتاب غواړې؟ ماته د کتاب نوم ووایه چې ورته ووایم درته ويې ساتي!

ده ویل هو خو بیا يې ژر وپوښتل: د دوکاندرا نوم څه دی؟
ماویل: محمد ظاهر
ویل: د کوم ځای دی؟
ماویل: د هزاره جات!
لږ چورتي شو او بیا يې وویل: دوکان څه وخت پرانیزي؟
ماویل: سبا اته بجې
ځوان نور روان شو.

زما سترګو بې اختیاره څار پسې وکړ، زموږ دوکان ته لنډه فرعي کوڅه وه، دی چې هلته ورسید عسکري جیپ ورته ولاړ و، وسله وال عسکر پکې و له موټره راکوز او بیا ټول سپاره شول او موټر روان شو.

زه پوه شوم چې دا خلقي جلادان په حبیب الله رفیع پسې راغلي و، خو ما چې د دوکاندار نوم ظاهر ورته واخیست، نو راغلی ځوان چورتي شو، زه يې ونه پېژندلم او په خپله مخه ولاړ. زه په دې شپه خپل کور ته ولاړ نه شوم، د خپلوانو کره مې ولاړم او په سبا يي وردګو ته خپل کلی ته روان شوم ازاد و، له هغه ځایه پېښور ته ولاړم!» (هغوی چې بیا نه راځي۱۳۹۴ش: ۸-۹مخونه)

استاد حبیب الله رفیع د تحقیق په هغه کټه ګورۍ کې راځي چې دقت ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځوانو لوستونکو ته يې پېژندنه، له دریځ او مفکورې يې خبرېدنه، له کړیو کارونو يې ستاینه او د دې فعالیتونو پر بنیاد يې د راتلونکې لپاره د ګامونو اخیستنه ورله غاړې ده.
۱۴۰۴/۶/۲۰

#ناوک #تاریخ #ادبيات

د استاد په عمر دي برکت وي
10/09/2025

د استاد په عمر دي برکت وي

وړمه ورځ د استاد حبیب الله رفیع اتیایمه کالیزه وه، استاد اتیا کاله وړاندې د وردګو په ابدره کې د مولانا نصرالله نقشبند په کور کې وزېږید.

تېر عمر کې یې شرایطو، ظروفو او امکاناتو ته په کتو په تحقیق او ادب کې خورا ډېر کار کړی دی.

رب عزوجل دي استاد ارام او خوښ لري، په اړه یې مفصله لیکنه را روانه ده. ان شاءالله

په تلو دې داسې بې اسرې شوم!د.لطف الله خیرخواسل کلونه د اسلامي نظام په نه شتون کې د دې زمانې مسلمان څه ډول دی؟ د اوسني مس...
10/09/2025

په تلو دې داسې بې اسرې شوم!
د.لطف الله خیرخوا

سل کلونه د اسلامي نظام په نه شتون کې د دې زمانې مسلمان څه ډول دی؟ د اوسني مسلمان په ايمان او زړه نه غږېږو، ځکه چې دا زموږ وظيفه نه ده. پر ښه او نا ښه مسلمان هم نه غږېږو، ځکه چې شرعي نصوص يې په اړه واضح دي. موږ د اوسني مسلمان پر ظروفو غږېږو چې څه غم يې خوړل شوی؟ څومره پرې پام شوی؟ د ده په اړه مسئوليت څه ډول اداء شوی؟ بناءً دغو ظروفو پر ده څه اغېز کړی او کوم بدلون يې په کې پيدا کړی؟
په عام ډول د اوسني انسان له ستونزو سره دی هم لاس او ګرېوان دی. دی هم تر هر څه لومړی، د همدې اوسنۍ نړۍ انسان دی. طبعاً به له اوسنيو تاثيراتو اغېزمن کېږي. حاکم ذهنيت له مستقل فکر کولو ويستی. دی چې د عام انسان په ډول د «لا يقين» باد اخيستی او اعتماد کولو يې هم صدمه ګاللې، نو د ژوند څلور لارې کې يې مخ ته د انتخاب حيرت يو بل ستر خنډ دی.
له اسلامي نظام پرته د اوسني مسلمان حال په دې ټپه کې ډېر ښه انځور شوی:
په تلو دې داسې بې اسرې شوم
لکه يتيم چې ګاونډي ته پاتې شينه
اوسنی مسلمان له سلو کلونو راهيسې د خپل ديني شاليد، تاريخ، ثقافت او برم هېڅ سرپرست نظام نه لري. په تېرو سلو کلونو کې د خپل نظام د نه شتون له امله له داسې سترو ستونزو سره مخ شو، چې نړۍ ته د ځانګړي مهذب انسان په توګه د خپل ځانګړي ژوند ژواک ترجماني نه شي کولی.
ده ته يوازې تمثيل پاتې دی. دی په ګډو ثقافتي مېلو کې نيمه ورځ خلکو ته د خپلې ماضي شکلي تمثيل کولی شي، خو په شکل پورې تړلې روحيه، رويه او ځانګړتيا بيا په تمثيل کې هم نه شي ځايولی. دی حتما دې ته مجبور دی چې د تضاد له برېښېدو سره سره يوازې د تمثيل په پار اوسنی انسان په پخواني شکل کې وښيي...
دی د حاکم ذهنيت د ترويج څپو دومره ځپلی چې خپلو معنوياتو او محتوياتو ته له اوسني تصور سره د سمسمکي دلايل لټوي. د خپل نظام د نه شتون له امله د اسلام د تطبيق اوسنۍ بڼه نه شي طرح کولی. د سل کلنۍ ماتې تاثير يوازې فيزيکي نه دی، بلکې د ده معنويات او وجود يې هم شکمن کړي. دی له داسې يوې نفسياتي څپې سره مخ دی چې په کې تمدن، ثقافت، ذهنيت، انساني تاريخ او د پرمختګ تصور پای ته رسېدلی ګڼل کېږي..
دی ګوري چې په دې سلو کلونو کې په ټوله اسلامي نړۍ کې داسې شخصيت، حرکت او نظام کوم و/دی چې د نړۍ په امنيتي برخليک ټاکونکو پرېکړو کې مهم ګڼل کېږي، نه يې ويني.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when قندانۍ/Qndani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category