مسجد الحرام

مسجد الحرام Masjid al-Haram (مسجد الحرام) Wakhan YouTube Channel

27/05/2026

Masjid al-Haram (مسجد الحرام)

  امیرالمومنین حضرت عمر (رض) یو مهال د شام حمص ولایت ته سفر وکړ خلک ورته راغونډ شول، امیرالمومنین خلکو ته وویل چې د خپل ...
27/05/2026


امیرالمومنین حضرت عمر (رض) یو مهال د شام حمص ولایت ته سفر وکړ خلک ورته راغونډ شول، امیرالمومنین خلکو ته وویل چې د خپل ښار د فقراوو لېست راکړئ چې مرسته ورسره وکړو، خلکو ليست ورکړ،امیرالمومنین لېست کتلو چې د سعید بن عامر نوم په کې وه، خلیفه وپوښتل دا سعید بن عامر څوک دی؟ خلکو وویل زمونږ والي !
‏امیرالمومنین وپوښتل چې ولې هغه تنخواه باندې څه کوي خلکو ورته وویل: چې هغه ټوله پر بیوزلو خلکو ویشي، دې خبرې سره د امیرالمومنین اوښکې بهیږي او زر دیناره د کور د لګښت لپاره ورلیږي. والي حضرت سعید بن عامر هغه پیسې هم پر بیوزلو ویشي او وایي: چې د دنیا فتنه په کور کې نه ساتم
‏بل مهال حضرت عمر رض د اسلامي لښکرو د لیدو لپاره د شام سرحداتو ته ځي، لښکر ته رسیدو سره د قوماندان خیمې ته رهنمایي کیږي، ستر صحابي د امت امین حضرت ابوعبیده بن جراح د پوځ قوماندان خو خیمې کې شتون نلري او د لښکریانو د چارو سمبالتیا لپاره له خیمې وتلی و، غرمه کیږي امیرالمومنین ته ویل کیږي چې د ډوډی وخت دی ډوډی به راوړو، امیرالمومنین ورته وایي هو رایې وړئ، مجاهد پوښتنه کوي د جنګیالیو ډوډۍ که د قوماندان ډوډۍ؟ امیرالمومنین پوښتنه کوي آیا د دوی په ډوډۍ که هم توپير شته؟
‏سرتیری ورته وایي: هو!
‏امیرالمومنین فرمایي د مجاهدینو ډوډۍ راوړی، شیبه وروسته ښوروا غوښه او ډوډۍ راوړل کیږي، امیرالمومنین کاسې ته ګوري بیا وایي چې د قومندان ډوډۍ هم راوړئ! مجاهد ځي او دا ځل د شړومبو یا تروو یوه کاسه او وچه ډوډۍ د امیرالمومنین مخې ته ږدي.
‏امیرالمومنین غږ کوي ستاسو قومندان همدا خوري؟
‏ هغوی ورته وایي: هو!
‏ د قومندان خوراک مو همدا ده، امیرالمومنین سخت تر تاثیر لاندې راځي او په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیږي وایي: خدای دې پرتا رحم وکړي ای ابوعبیده په رښتیا چې ته د دې امت امین یې.
‏که رښتینی اسلامي نظام جوړول غواړو نو دا یې د والي او قوماندان ځانګړتیاوې دي.
‏او که د ځان لپاره آسانتیا او انعطاف زغملای شو بیانو راځئ چې د دې ځوریدلي ملت لپاره هم په ټولو چارو کې آسانتیاوې وزغمو.
کاپي👉

Ibrahim Miakhil

Masjid al-Haram (مسجد الحرام)

#تاجک #پشتون #هزاره #ترکمن

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مسجد الحرام posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to مسجد الحرام:

Shortcuts

Share

Category