12/07/2026
په اوبو کې د لټون او ژغورنې د ټیم لپاره د وړ اشخاصو د جذب اعلان
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره په اوبو کې د لټون او ژغورنې ټیمونو د ظرفیت د پیاوړتیا په موخه، له ژمنو، سالمو او د جسماني وړتیا لرونکو ځوانانو څخه کسان جذبوي.
د استخدام شرایط:
• د افغانستان تابعیت ولري.
• عمر یې لږ تر لږه ۱۸ کاله او له ۴۰ کاله ډېر نه وي.
• له بشپړې جسمي او رواني روغتیا څخه برخمن وي.
• ولایتونو ته د سفر او په سختو شرایطو، لیرې پرتو سیمو او بېړنیو حالاتو کې د دندې ترسره کولو لپاره چمتووالی ولري.
• په ژورو اوبو کې د لامبو وهلو وړتیا ولري.
• په بېړنیو حالاتو کې د ژغورنې او مرستندویه عملیاتو لپاره د حاضرېدو بشپړ چمتووالی ولري.
• د اوبو اړوند فعالیتونو، د ډوبېدونکو کسانو د ژغورنې، د اوبو ورزشونو یا مرستندویه فعالیتونو اړینه تجربه ولري.
د اعلان د اعتبار موده:
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۲۱مې یکشنبې څخه، د ۱۴۰۵ د چنګاښ تر ۲۸مې نېټې یکشنبې پورې.
له ټولو په شرایطو برابر او لېواله کسانو څخه غوښتنه کېږي چې د ټاکلې مودې په ترڅ کې د نوملیکنې او نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د کارکوونکو چارو ریاست، د استخدام آمریت ته، چې د کابل ښار، شهر نو، د ملالۍ روغتون څخه هاخوا، د شهرآرا برج مخې ته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره کې موقعیت لري، مراجعه وکړي.
د اړیکې شمېره: 0728900147