08/04/2026
د ۱۴۰۵ کال د روغتیا سکتور ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو د تفاهمنامې لاسلیک
د ۱۴۰۵ کال د روغتیا سکتور د ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کېدو په موخه د همکاریو تفاهمنامه د تسل ګروپ او د افغانستان د ملي او نړیوالو نندارتونونو مرکز ترمنځ لاسلیک شوه.
یاده تفاهمنامه د تسل خان، د تسل ګروپ عمومي رئیس او محترم مولا محمد پیمان، د افغانستان د ملي او نړیوالو نندارتونونو مرکز رئیس ترمنځ د دې مهم روغتیايي نندارتون د لا ښه تنظیم او ترسره کېدو په موخه لاسلیک شوې ده.
ټاکل شوې ده چې د روغتیا سکتور ملي او نړیوال نندارتون د تسل د نندارتونونو د تنظیم خدماتي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت او عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۲۰ مه نېټه د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې ترسره شي.
د دې نندارتون موخه د روغتیايي خدمتونو، درملو، طبي وسایلو او نوې ټکنالوژۍ معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو ادارو او شرکتونو ترمنځ د همکاریو فرصتونه رامنځته کول، او د هېواد د روغتیا سکتور وده او پراختیا پیاوړې کول دي.
هیله ده چې د دې نندارتون ترسره کېدل به د افغانستان د روغتیا سکتور د پرمختګ او پراختیا لپاره یو مهم او اغېزمن ګام ثابت شی.