27/06/2026
هنر څه دی؟
د هنر کلمه زما په ژوند کې ډېره مهمه ده. زه باور لرم چې هنر د ښکلا او ښیګڼې یوه لویه سرچینه ده او د انسان او د هغه د ژوند لپاره ډېر څه لري. کله چې ماشوم او تنکی ځوان وم، د هنر او هنرمند کلمه به مو کله ناکله له کورنۍ، رادیوګانو او تلویزیونه اورېدله. زموږ په کورنۍ او ټولنه کې هنرمند یوازې د سندرغاړي او سندر جوړوونکي په معنا وو. کله چې به مو دا کلمه واورېده، نو استاد اولمیر، استاد سرآهنګ، استاد ناشناس او احمد ظاهر مخ ته راتلل. البته دا نومونه هغو خلکو ته مخ کېدل چې د موسیقۍ لپاره یې ښه او لوړ ذوق درلود. خو ډېر داسې خلک شته چې د هنر او هنرمند د کلمې پر اورېدو یې غیراخلاقي تصورونه مخ ته کېږي. دا تصور د کم سواد، د رسنیو بې مسؤلیته برنامو او د افغانستان د سیاسي پروپاګندا له لاسه رامنځته شوی دی.
له بده مرغه، د افغانستان په ښوونیز او تحصیلي نظام کې هم له هنر سره ناوړه او بې پرې چلند شوی دی. که څه هم د «هنر» تر نامه لاندې مضمون تدریس کېده، خو نه درسي کتابونو او نه هم ښوونکو د هنر په اصلي ارزښت او اهمیت پوهه لرله. ډېری وخت به ټولګي ته بې ذوقه ښوونکي راغلل، یو محدود او بې کفایته کتاب به یې یوازې د وخت تېرولو لپاره تدریساوه؛ په دې مضمون کې هیڅ زده کوونکی نه ناکامېده او د کانکور په ازموینه کې هم دغه مضمون ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. شاید که دا مضمون نه وای، نو ښه به وای. دا مضمون د هنر پر وړاندې د زده کونکو ذهنیت خراب کړ.
کله چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي ته راغلم، نو د هنر او د هغه د معنا خبرې پیل شوې. ډېر کتابونه مې ولوستل. د لیو تولستوي هنر څه دی؟ کتاب ماته تر ټولو اغیزناک وو. تولستوی وايي چې هنر یوازې د ښکلا د رامنځته کولو وسیله نه ده، بلکې هغه ژبه ده چې د انسانانو ترمنځ احساسات لېږدوي. هغه احساسات چې بل هیڅ شی یې لېږدولی نشي.
پدې لیکنه کې غواړم چې د هنر اهمیت د افغانستان او افغانانو لپاره وڅېړم.
هنر تر ټولو لومړی د ټولنیز بدلون یوه اساسي وسیله ده. ښه هنر، که ادبیات وي، که سینما، که نقاشي یا تیاتر، د ټولنې هغه ریښتیني ستونزې ښکاره کوي چې سیاست یې پټوي او خبري یې نه کوي. هنر سختې پوښتنې کوي. هغه پوښتنې چې نه حکومتونه کوي او نه رسنۍ. شمسیه حسنی د کابل او نړی نورو ښارونو پر دیوالونو د افغان ښځو په اړه ګرافیټی کار کوی. هغه هنر چې حکومت یې د خبرو اجازه نه ورکوله. صدیق برمک، عتیق رحیمي او حمدالله ارباب هم پدې لاره روان دي. هغوی هغه حقیقتونه وینئ چې موږ ورڅخه مخ اړوو.
خو هنر یوازې د انتقاد وسیله نه ده. هنر موږ د بل انسان د ژوند او احساساتو سره اشنا کوي. کله چې یو افغان د بل افغان کیسه لولي، یا کله چې یو هزاره د یو پښتون شعر اوري، یا کله چې یو تاجیک د یو بلوڅ سندره اوري، نو هغه شی رامنځته کېږي چې سیاست یې هیڅکله نشي رامنځته کولی. دا پوهه نه د کتاب له لارې راځي او نه د خطبې له لارې. یوازې هنر دا کار کولی شي. افغانستان دا ډول پوهې ته اړتیا لري. داسې هیواد چې لسیزې یې جګړه لیدلې، د بل انسان درک کول پکی یوه اساسي اړتیا ده.
او بیا هنر د ښکلا سرچینه ده. دا ساده خبره ده خو مهمه ده. انسان ښکلا ته اړتیا لري. نه د تفریح لپاره، بلکې د ژوند لپاره. کله چې یو انسان د هرات شیشه ګري ګوري، کله چې د پښتو شعر سندره اوري، کله چې یو سم انځور ویني، نو هغه شی احساسوي چې جګړه، فقر او بې امني ورڅخه اخیستي وي. هنر دا شی بیرته ورکوي. هنر وایي چې ژوند یوازې د ژوندي پاتې کېدو نوم نه دی.
افغانستان د هنر یوه بډایه تاریخ لري. د کابل خرابات، د هرات میناتوری، د پښتنو لنډی، د بامیانو مجسمې. دا ټول شواهد دي چې افغانان د ښکلا سره اشنا خلک دي. مسئله دا نه ده چې موږ هنر نه پېژنو. مسئله دا ده چې موږ ته ویل شوي دي چې هنر زموږ لپاره نه دی. دا دروغ او پراپګنډا ده.
هنر د هر هیواد او هر خلکو لپاره اړین دی. خو د افغانستان لپاره، اوس، پدې شیبه کې، هنر یوه ضرورت دی. ځکه چې افغانستان هغه هیواد دی چې ورته ویل شوي دي چې خاموش اوسه. هنر خاموش نه پاتې کېږي.