28/08/2026
د لومړۍ حوزې رهبري پلاوي له نندارتون څخه لیدنه وکړه
د جوزجان ولایت د کورنیو او صنعتي تولیداتو له نندارتون څخه د لومړۍ حوزې محترم آمر صاحب ، محترم مرستیال صاحب ، د کشف امر او د جنايي امر په ګډون د رهبري ټیم لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د کورنیو تولیداتو، لاسي صنایعو او صنعتي تولید څخه لیدنه وکړه
او د تولیدوونکو، صنعتکارانو او سوداګرو هڅې یې وستایلې.
دوی د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعتکارانو د هڅونې او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړېدل مهم وبلل
او د نندارتون له جوړونکو او ګډونوالو سره یې د لا بریا هیله څرګنده کړه