31/08/2026
د زړه بوږنوونکې او دردونکې پېښه 😭
د ظلم انتها چې حد نه لري .
هغه ګلالی ماشومه چې څو ورځې وړاندې ورکه شوې وه، د یکشنبې په ورځ د پلچرخي د ډاک (لړمو تنګي) په سیمه کې مړه پیدا شوه .
ظالمانو له هغې سره ډېر ظلم کړی و او د بدن ځینې غړي یې ترې ایستلي وو. کله چې ماشومه پیدا شوه، د بدن یوه برخه یې د سپو له خوا خوړل شوې وه.
دا یوه ډېره دردونکې او زړه بوږنوونکې پېښه ده. د څو روپیو لپاره پر یوه بېګناه ماشوم دومره ظلم کول د هېڅ انسان لپاره د منلو وړ نه دي. د دې ماشومې کورنۍ ته د زړه له کومې د تسلیت او صبر دعا کوو.
له ټولو والدینو څخه هیله کوو: خپل ماشومان مه بېسرپرسته پرېږدئ او تر خپلې وسې یې له کوره بهر په یوازې ځان مه پرېږدئ. د کابل د دولسمې ناحیې په همدې میاشت کې، د خلکو په وینا، دا څلورمه ورته پېښه ده؛ نو د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډېر پام وکړئ.
له اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو څخه هم غوښتنه کوو چې د دې دردونکې پېښې په اړه جدي پلټنه وکړي او که څوک په دې جرم کې لاس لري، د قانون له مخې ورسره چلند وشي.
C