د خيال نړۍ

د خيال نړۍ څومره ډير دي اميدونه څومره کمه زندګي ده
بس په اور باندې تيريږي ستا په تمه زندګي ده

#شاعرصياد

ظالمانو! تاسې څنګه  زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د ژوند رڼا وتښتوله؟!هغه خو لا د نانځکو د لوبو عمر ته هم...
31/08/2026

ظالمانو! تاسې څنګه زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د ژوند رڼا وتښتوله؟!
هغه خو لا د نانځکو د لوبو عمر ته هم نه وه رسېدلې؛ لا یې د ژوند د رنګونو په مانا نه پوهېده، لا یې د مور له غېږې پرته نړۍ نه وه پېژندلې، لا یې د ماشومتوب د خوښیو له دروازې هم نه وه اوښتې؛ خو ستاسې د ظلم او طغیان ښکار شوه.
تاسې دا معصومه ماشومه وتښتوله، ژوند مو ترې واخیست، او بیا مو د څو پیسو لپاره د هغې له نازک او بې‌ګناه وجود څخه د بدن غړي وایستل؟!
یا الله! انسان تر دې هم ښکته کېدای شي؟!
تاسې خپل اولادونه نه لرئ؟ د یوې ماشومې معصومه څېره مو کله د خپل ماشوم په څېره کې نه ده لیدلې؟ د هغې چیغه مو د خپل ماشوم په ژړا کې نه ده اورېدلې؟ د هغې د مور د زړه ماتېدلو تصور مو نه دی کړی؟
قسم په خدای، زه د انسانیت په نوم شرمېږم!
کله چې تصور کوم چې دا معصومه به په وروستیو شېبو کې څومره په وېره، درد او مظلومیت کې فریاد کړی وي؛ زړه مې ټوټې ټوټې کېږي او سترګې مې له اوښکو ډکېږي. دا فکر انسان له دننه ماتوي چې یوه بې‌ګناه ماشومه، چې باید د مور په غېږ کې یې د لوبو او خندا وخت وای، د انسانانو د ظلم داسې قرباني شوې ده.
قسم په خدای، زه د اشرف المخلوقات په نوم هم شرمیږم؛ ځکه انسان هغه وخت له ټولو مخلوقاتو غوره وي چې په زړه کې یې رحم، په وجدان کې یې بیداري او په لاس کې یې د مظلوم د ساتنې ځواک وي؛ نه هغه وخت چې د پیسو لپاره د یوې ماشومې ژوند او بدن هم سوداګریز توکی وګرځوي.
تاسې یوازې یو ماشوم نه دی وژلی؛ تاسې د انسانیت پر وجدان برید کړی دی. تاسې یوازې د یوې کورنۍ زړه نه دی مات کړی؛ تاسې د هر هغه انسان زړه زخمي کړی چې لا یې په زړه کې د رحم څرک ژوندی دی.
تاسې د انسانیت په نوم یو تور داغ یاست، د وحشت او بې‌رحمۍ یوه بدرنګه څېره یاست. ستاسې کړنې د فرعون د ظلمونو یاد تازه کوي؛ چې د ظلم قرباني یوه بې‌وسه، بې‌ګناه او معصومه ماشومه ده.
د دې ماشومې وینه به د هغې د قاتلانو د وجدان پر دروازه نه درېږي؛ که د دنیا له عدالت څخه وتښتي، د هغه ذات له عدالت څخه به چې د ذرې په اندازه ظلم هم نه پرېږدي، هېڅوک نه شي تښتېدلی.
ای د دې ماشومې قاتلانو!
کېدای شي د خلکو له سترګو پټ شي، کېدای شي له قانون وتښتي، کېدای شي د دنیا له سزا ځان وژغوري؛ خو د هغه رب له عدالت څخه به چې د مظلوم د اوښکې غږ اوري، هېڅکله نه شئ تښتېدلی.
او موږ؟
موږ باید لږ تر لږه دومره انسانان پاتې شو چې د دې ماشومې په وینه خپل وجدان مړ نه کړو، د هغې پر مظلومیت چوپ پاتې نه شو او د داسې وحشت پر وړاندې په ټول قوت ووایو:
دا د انسانیت ضد جنایت دی؛ او د یوه بې‌ګناه ماشوم قاتل د ټول انسانیت مجرم دی.

کاپي

31/08/2026

د مولوي صاحب کراماتو ته سلام ☠️




#دخيال‌نړۍ

د سپوږمۍ په لاسونو کې سپوږمۍ 🌙
30/08/2026

د سپوږمۍ په لاسونو کې سپوږمۍ 🌙


29/08/2026

يارررا په سپيانو خو بيخي اعتبار ندی پکار 🐕‍🦺

#ژوند
#خندا



29/08/2026

الکانو دلته څه خبره ده؟
#ژوند
#دخيال‌نړۍ

26/08/2026

اوازي دې چې دغه مار په لغمان ولایت کې ليدل شوي او بيا خلکو و-ژ-لی دی چې حقيقت به وي کنه ؟

#دخيال‌نړۍ


26/08/2026

هلکانو په سپيانو به کار نلري چې تاوان کوئ🌚👽
#ژوند
#دخيال‌نړۍ



د هغه چا د ساتلو په هڅه کې ځان له لاسه مه ورکوئ چې ستا له لاسه ورکولو پروا نه کوي #ژوند  #مينه  #دخيال‌نړۍ
25/08/2026

د هغه چا د ساتلو په هڅه کې ځان له لاسه مه ورکوئ چې ستا له لاسه ورکولو پروا نه کوي

#ژوند
#مينه
#دخيال‌نړۍ

25/08/2026

هلکانو تيل قيمته شوي 🌚👽


゚viralシ

Address

Farkhar

Telephone

+93748260338

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د خيال نړۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share