خوشحال بابا ادبي بهیر

خوشحال بابا ادبي بهیر Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from خوشحال بابا ادبي بهیر, Poet, Chowkay.

د خوشحال بابا ادبي بهیر اوونیز راپور۱۴۰۴ ه.ش کال د عقرب په ۲۹ مه  په یاد بهیر کې درېیمه اوونیزه مشاعره ترسره شوه.په پیل ...
21/11/2025

د خوشحال بابا ادبي بهیر اوونیز راپور

۱۴۰۴ ه.ش کال د عقرب په ۲۹ مه په یاد بهیر کې درېیمه اوونیزه مشاعره ترسره شوه.

په پیل کې د دریځ چارسمبالي امدادالحق صدیقي " شاعري څه ده؟" تر عنوان لاندې د رحمت شاه سایل صیب د لیکنې یوه برخه ولوستله او د قاري صیب عبدالله جواد د قرآنکریم دڅو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو مشاعره پیل شوه.
د پیل شاعر سید پاچا حسن " د کونړ د سیند انځور" تر نامه لاندې ازاد شعر واورو؛ ورپسې انانسر امدادالحق صدیقي " د کونړ د سیند پیغور" تر عنوان لاندې خپل آزاد شعر وړاندې کړ.
ورپسې شاهد خان دلګیر او عزت الله محسن په خپل خپل وار د غزل په قالب کې شعرونه ګډونوالو سره شریک کړل.
د ترنم په برخه کې دوه نوي بلبلانو( شاه زیب او احسان ولي حسنزی) مشاعرې ته لا ډېره ښکلا وروبښله او د خوشحال بابا ادبي بهیر سره د تلپاتې اړیکې ژمنه یې وکړه.
د مشاعرې د ارزونې لپاره د بابر ښوونیز مرکز بنسټګر او چارسمبالي ښاغلي ظابط خان عابد ته بلنه ورکړل شوه او د مشاعرې د مثبتې ارزونې په ترڅ کې یې د خوشحال بابا ادبي بهیر د لا غوړیدنې لپاره سینه وډبوله او ډاډ یې څرګند کړ، چې ورځ تر بلې به د مثبتو بدلونونو شاهدان یاست.

د خوشحال بابا ادبي بهیر فرهنګي کمېټه

خوشحال بابا ادبي بهیر په ۱۴۰۴/۶/۲۷ په بابړو کلي کې د ظابط خان عابد په حجره پرانیستغونډه وشوه. له غونډې وروسته د بهیر غړو...
14/11/2025

خوشحال بابا ادبي بهیر په ۱۴۰۴/۶/۲۷ په بابړو کلي کې د ظابط خان عابد په حجره پرانیستغونډه وشوه. له غونډې وروسته د بهیر غړو اوونیزې مشاعرې د کونړ سیند پر غاړه دوامداره وساتلې؛ بالاخره پرون ورځ ۱۴۰۴/۸/۲۳ یاد بهیر یو ځل بیا د بابر ښوونیز مرکز له مشخص ادرسه فعالیت پیل کړ.
پرون د خوشحال بابا ادبي بهیر د دویمې اوونیزې مشاعرې راپور

د غونډې په پیل کې انانسر او د خوشحال بابا ادبي بهیر بنسټګر ښاغلي امدادالحق صدیقي په عمومي توګه د بهیرونو په فعالیتونو او په ځانګړي ډول د خوشحال بابا ادبي بهیر په موخو او فعالیتونو خبرې وکړي او د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره مشاعره پیل شوه.
په مشاعره کې ګډونوالو شاعرانو، لکه هر یو:
شاعر او لیکوال ښاغلي انعام الله کرار
شاعر شاهد خان دلګیر
شاعر سید پاچا حسن
شاعر هارون جرار
شاعر او لیکوال امدادالحق صدیقي
په خپل وار د غزل په چوکاټ کې خپل خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول.

د غونډې ځانګړي مېلمه لیکوال ښاغلي انجینر عطاءالرحمن حیران د څو انتخابي بیتونو د ویلو تر څنګ د خوشحال بابا ادبي بهیر د بنسټګرو له هڅو خوښي څرګنده کړه او د یاد ادبي بهیر لپاره یې د سټیج اخیستلو ژمنه وکړه.

ځینې نورو ملګرو هم انتخابي بیتونه وړاندې کړل.
په پای شېبو کې شاهد خان دلګیر خپل شعر په خپل کمپوز د ترنم په ټال ګډونوال وزنګول.

په پای کې د بابر ښوونیز مرکز بنسټګر او مدیر او همدارنګه د خوشحال بابا ادبي بهیر د بنسټګرو له ډلې ښاغلي ظابط عابد د مشاعرې د مثبتې ارزونې په ترڅ کې د شعر او شاعرۍ په اسلامي شالید هم خبرې وکړې.
مشاعره په دعا ویلو پای ته ورسېده.

د خوشحال بابا ادبي بهیر فرهنګي کمېټه

Address

Chowkay

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خوشحال بابا ادبي بهیر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category